7 کله چې فلستيان خبر شول چې بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى، فلستى بادشاهان د خپلو سړو سره د هغوئ خِلاف جنګ له راووتل. بنى اِسرائيليان د دې نه خبر شول او ويرېدل،
يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو.
چې څنګه فِرعون ورلنډ شو، نو بنى اِسرائيلو وکتل، او وې ليدل چې مِصريان په دوئ پسې راروان وُو. بنى اِسرائيل ډېر سخت ويرېدل او مالِک خُدائ ته يې فرياد وکړو.
کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،
کله چې ساؤل او د هغۀ سړو دا واورېدل، نو هغوئ زړونه بائيلل او سخت ويرېدل.