Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 7:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغه به هر کال په بيت‌ايل، جِلجال او مصفاه کښې ګرځېدو او په دې ځايونو کښې يې لانجې هوارولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 7:16
15 Iomraidhean Croise  

هغۀ په هغه ځائ بيت‌ايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.


يعقوب د خپلو ټولو خلقو سره لوز ته راغلو، کوم چې د کنعان په مُلک کښې په بيت‌ايل مشهور دے.


تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم، دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.


”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے.


مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“


مصفاه، کفيره، موضه،


کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى.


د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.


د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،


ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ.


سموئيل په مصفاه کښې خلق د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ کړل


او سموئيل هغوئ ته وفرمائيل، ”راځئ چې يو ځل بيا ټول جِلجال ته لاړ شُو او ساؤل دوباره خپل بادشاه جوړ کړُو.“


بيا سموئيل ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل چې په مصفاه کښې راغونډ شى او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به هلته ستاسو دپاره مالِک خُدائ ته سوال وکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan