Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بنى اِسرائيلو ته هغه ټول ښارونه واپس مِلاو شول چې د عقرون او جات په مينځ کښې وُو او فلستيانو قبضه کړى وُو او داسې بنى اِسرائيلو خپله ټوله علاقه واپس واخستله. او د کنعانيانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې هم امن وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 7:14
8 Iomraidhean Croise  

څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل.


او هغوئ هغه قومونه هغه شان تباه نۀ کړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو حُکم کړے وو،


عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“


هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


دې پينځو امورى بادشاهانو، د يروشلم بادشاه، د حبرون، د يرموت، د لکيس او د عجلون بادشاه يو لښکر جوړ کړو، جبعون يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.


سرحد بيا د عقرون شمالى طرف ته غرۀ ته تلے وو، د سکرون طرف ته تاو وو، د بعله غر نه تېر وو او يبنى‌اېل ته تلے وو. دا د مديترانى د سمندر سره ختم وو،


سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan