13 نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى.
څۀ وخت وروستو داؤد بادشاه فلستيانو له شکست ورکړو. نو بنى اِسرائيليان د هغوئ د قبضې نه خلاص شول.
بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى.
او ستا د زوئ پېدا کېدو نه پس هيڅکله چې د هغۀ وېښتۀ پرې نۀ کړې، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو د ورځې نه به هغه خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى. هغه به د فلستيانو نه د بنى اِسرائيلو بچ کول شروع کړى.“
نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.
مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.
کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.