12 بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.
اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“
چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقوب يو يادګارى کاڼے ودرولو او وقف يې کړو، مے او تېل يې پرې واچول.
د ورکوټوالى نه دې ما له تعليم راکړے دے اے پاکه خُدايه، زۀ تر ننه پورې ستا عجيبه کارونه ستايم.
زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده، او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه. زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.
موسىٰ يوه قربانګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.
په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.
خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،
خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.
يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.
ساؤل مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، دا وړومبۍ قربانګاه وه چې هغۀ جوړه کړه.
ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبنعزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.
کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبنعزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،
بنى اِسرائيليان د مصفاه نه روان شول او تقريباً تر بيتکَر پورې په فلستيانو پسې وُو او په لاره باندې يې وژل.