11 بنى اِسرائيليان د مصفاه نه روان شول او تقريباً تر بيتکَر پورې په فلستيانو پسې وُو او په لاره باندې يې وژل.
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل.
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.