Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 7:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 7:10
21 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.


آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان، د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.


آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے، د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے.


هغۀ خپل دشمنان په شا وتنبول، او هغه يې د تل دپاره په شرمونو وشرمول.


نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى.


مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيت‌حورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.


کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو.


د آسمان نه ستورو جګړه کوله، څنګه چې هغوئ په آسمان کښې حرکت کولو، ستورو د سِسيرا خِلاف جګړه وکړه.


بيا په هغه مُلک کښې جنګ وو کله چې بنى اِسرائيلو نوى معبودان خوښ کړل. د بنى اِسرائيلو په څلوېښتو زرو سړو کښې، داسې څوک نۀ وُو چې هغوئ ډال يا نېزه وړے وې.


تاسو ته پته ده چې دا د غنمو د لَو وخت دے چې دا د باران موسم نۀ وى خو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او هغه به تندر او باران راولېږى. کله چې داسې وشى نو تاسو ته به پته ولګى چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف يوه لويه ګناه کړې ده کله چې تاسو د هغۀ نه يو بادشاه وغوښتو.“


نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.


د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“


بنى اِسرائيليان د مصفاه نه روان شول او تقريباً تر بيت‌کَر پورې په فلستيانو پسې وُو او په لاره باندې يې وژل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan