1 نو د قِريَتيعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلىعزر د دې مشر مقرر کړو.
نو بيا به مونږ لاړ شُو او د خُدائ پاک د لوظ صندوق به راوړُو، چې د ساؤل بادشاه په وخت کښې ورته توجو نۀ وه شوې.“
مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.
ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَتبعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَتيعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.
نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَتيعريم.
هغوئ د قِريَتيعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ډېره موده تقريباً تر شلو کالو پورې په قِريَتيعريم کښې ايسار وو. په دې وخت کښې ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره وژړل.