7 نو يوه نوې ګاډۍ او دوه غواګانې تيارې کړئ چې اوس اوس يې بچى شوى وى او چې هيڅکله جغ ورپورې نۀ وى تړلے شوے، ګاډۍ په دې غواګانو پورې وتړئ او سخى يې واپس ديرې ته وشړئ.
هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه،
د ابينداب د کور نه هغوئ د لوظ صندوق راوويستلو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. عُزه او اخيو د ګاډۍ لارښودنه کوله،
”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى او يوې ورباندې هيڅکله هم نۀ وى شوې،
نو چې چرته مړے موندلے شوے وى د هغه نزدې ښار مشران به يوه سخۍ خوښه کړى چې هيڅ کار ترې نه نۀ وى اخستے شوے او نۀ يې جغ راښکلے وى.
هغوئ به دا يوې بهېدونکې ولې ته کوزه کړى چې د هغه ځائ زمکه هيڅکله نه يوې شوې وى او نه کَرلے شوې وى او هغوئ به هلته د دې سخۍ څټ مات کړى.