Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 6:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 6:5
30 Iomraidhean Croise  

د زمکې ټولو قومونو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.


د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ،


منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما، بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.


هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.


خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.


خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.


په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.


نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل.


مالِک خُدائ هم داسې وکړل او بې‌شمېره مچان د فِرعون محل ته او د هغۀ د درباريانو کورونو ته راننوتل. د بې‌شمېره مچانو په وجه د مِصر ټول مُلک وران شو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“


دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.


کوم خلق چې په لرې مُلکونو کښې اوسيږى هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال بيان کړى.


د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.


څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“


کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.


چا چې خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د معبودانو سره اِنصاف کړے وو.


نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“


يشوَع هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په وړاندې اِقرار وکړه او رښتيا ووايه. اوس ما ته ووايه چې تا څۀ کړى دى. زما نه د پټولو کوشش مۀ کوه.“


هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.


هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“


او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.


نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.


کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.


د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کښې يې کېږدئ او د دې په خوا کښې په يو صندوق کښې د سرو زرو هغه نمونې کېږدئ کومې چې ستاسو د ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې په تُحفه کښې هغۀ له لېږئ. ګاډۍ په خپله مخه روانه کړئ او پرېږدئ چې په خپله لاړه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan