Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 6:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 6:4
10 Iomraidhean Croise  

بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو.


او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.


د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو،


په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.


چې څوک لا مړۀ شوى نۀ وُو نو په هغوئ باندې د پړسوب مرض راغلو، او خلقو خپلو معبودانو ته د مدد دپاره چغې کړې.


مالِک خُدائ د اشدود خلقو له سخته سزا ورکړه او په هغوئ او د ګېرچاپېره علاقې په خلقو باندې يې د پړسوب مرض راوستلو.


کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.


تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى.


د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کښې يې کېږدئ او د دې په خوا کښې په يو صندوق کښې د سرو زرو هغه نمونې کېږدئ کومې چې ستاسو د ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې په تُحفه کښې هغۀ له لېږئ. ګاډۍ په خپله مخه روانه کړئ او پرېږدئ چې په خپله لاړه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan