Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 6:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ تاسو د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق لېږئ، نو تاسو به د دې سره خامخا د خپلې ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې يوه تُحفه هغۀ له لېږئ. د لوظ صندوق به د تُحفې نه بغېر واپس نۀ ځى. نو داسې به تاسو روغ جوړ شئ او تاسو ته به پته ولګى چې هغۀ تاسو له سزا ولې درکوله.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 6:3
15 Iomraidhean Croise  

زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.


چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى.


هغه دې اِمام له يو داسې بې‌عېبه ګډ يا چېلے راولى چې مالِک خُدائ ته يې د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.


ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،


نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.


کله چې هغوئ وکتل چې دا څۀ کيږى نو وې وئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک مونږ او زمونږ معبود دجون له سزا راکوى. مونږ د لوظ صندوق نور دلته نۀ شُو پرېښودلے.“


کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.


د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کښې يې کېږدئ او د دې په خوا کښې په يو صندوق کښې د سرو زرو هغه نمونې کېږدئ کومې چې ستاسو د ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې په تُحفه کښې هغۀ له لېږئ. ګاډۍ په خپله مخه روانه کړئ او پرېږدئ چې په خپله لاړه شى.


چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan