21 هغوئ د قِريَتيعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“
او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.
او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.
په هغه ورځو کښې يو بل نبى د اورِياه په نوم چې د قِريَتيعريم اوسېدونکے وو او د سمعياه زوئ وو د يرمياه نبى په شان د مالِک خُدائ په نوم نبوت کولو. هغۀ هم د دې ښار او د دې خلقو خلاف لکه څنګه چې يرمياه خبرې کړې وې يو شان خبرې وکړې.
تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى.
نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم.
هلته قِريَتبعل يعنې، قِريَتيعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.
د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَتيعريم طرف ته تاو وو،
بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَتبعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَتيعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.
نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَتيعريم.
هغوئ لاړل او د يهوداه په مغرب په قِريَتيعريم کښې يې خېمې ولګولې. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم تر اوسه پورې د ”دان کېمپ“ دے.