اول سموئيل 6:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 نو خلقو اِمامان او جادوګران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مونږ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق سره څۀ چل وکړُو؟ مونږ ته ووايئ چې دا څنګه واپس خپل ځائ ته يوسو؟“ Faic an caibideil |
نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“