19 مالِک خُدائ د بيتشمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.
مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بېادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،
نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف جنګ له لاړو. هغوئ په يهوداه کښې د بيتشمس سره يو بل ته مخامخ شول،
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.
چې کله خلقو دا واورېدل، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه او هغوئ نور کالى اچول بند کړل.
هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى.
کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.
”قُهاتيان مۀ پرېږدئ
خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.
چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى.
ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟