Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 6:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغوئ د سرو زرو مږې هم ولېږلې، د هغه ښارونو دپاره يوه يوه چې په کومو باندې هغه پينځو فلستى بادشاهانو حکومت کولو او ورسره د پَخو دېوالونو ښارونو او د کچه دېوالونو کلو ته يې هم ولېږل. د بيت‌شمس د يشوَع په پټى کښې هغه لوئ ګټ تر اوسه پورې شته چې په کوم باندې هغوئ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اېښے وو، دا د هغې ګواهى ده چې څۀ شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 6:18
4 Iomraidhean Croise  

د دې ټولو ښارونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالونه وُو، دروازې او د دروازو بندولو دپاره يې اړامونه وُو او هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالونه يې نۀ وُو.


او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.


خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan