16 پينځو فلستى بادشاهانو دا هر څۀ وليدل او بيا هم په هغه ورځ واپس عقرون ته لاړل.
او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.
هغه پينځۀ فلستى بادشاهان هغې له لاړل او ورته يې ووئيل، ”سمسون وغولوه چې تا ته ووائى چې هغه دومره تکړه ولې دے او مونږ په هغۀ باندې څنګه غالِب راتلے شُو، چې وې تړُو او کمزورے يې کړُو. مونږ هر يو به تا له يوولس سوه د سپينو زرو سيکې درکړُو.“
په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.
نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى.“
غواګانې د بيتشمس په لاره روانې شوې او سيدها هغه طرف ته لاړې او د لارې نه نۀ اوړېدلې. چې دا روانې وې نو رمباړې يې وهلې. هغه پينځۀ فلستى بادشاهان د بيتشمس د حد پولې پورې ورپسې روان وُو.
خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه.