اول سموئيل 6:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14-15 ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيتشمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيتشمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې. Faic an caibideil |
هغوئ د سرو زرو مږې هم ولېږلې، د هغه ښارونو دپاره يوه يوه چې په کومو باندې هغه پينځو فلستى بادشاهانو حکومت کولو او ورسره د پَخو دېوالونو ښارونو او د کچه دېوالونو کلو ته يې هم ولېږل. د بيتشمس د يشوَع په پټى کښې هغه لوئ ګټ تر اوسه پورې شته چې په کوم باندې هغوئ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اېښے وو، دا د هغې ګواهى ده چې څۀ شوى وُو.