11 هغوئ د لوظ صندوق په ګاډۍ کښې کېښودو، ورسره هغه صندوق يې هم کېښودو چې د سرو زرو د مږو او دانو نمونې په کښې وې.
هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه،
د ابينداب د کور نه هغوئ د لوظ صندوق راوويستلو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. عُزه او اخيو د ګاډۍ لارښودنه کوله،
مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى.
هغوئ ته چې څۀ وئيلے شوى وُو نو هم هغسې يې وکړل يعنې، هغوئ دوه غواګانې بوتلې او يوه ګاډۍ يې ورپورې وتړله او سخى يې په ديره کښې وتړل.
غواګانې د بيتشمس په لاره روانې شوې او سيدها هغه طرف ته لاړې او د لارې نه نۀ اوړېدلې. چې دا روانې وې نو رمباړې يې وهلې. هغه پينځۀ فلستى بادشاهان د بيتشمس د حد پولې پورې ورپسې روان وُو.
خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه.