10 هغوئ ته چې څۀ وئيلے شوى وُو نو هم هغسې يې وکړل يعنې، هغوئ دوه غواګانې بوتلې او يوه ګاډۍ يې ورپورې وتړله او سخى يې په ديره کښې وتړل.
يعقوب ووئيل، ”زما نېکه، تا ته پته ده چې ماشومان کمزورى دى، او په کار دى چې زۀ د دې ګډو او څاروو او د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى.
په اوؤم ځل هغه راواپس شو او وې وئيل، ”ما يوه وړه وريځ وليده چې د سړى د لاس برابره وه او د سمندر نه راروانه وه.“ الياس خپل نوکر له حُکم ورکړو، چې، ”اخىاب بادشاه له لاړ شه او هغۀ ته ووايه چې جنګى ګاډۍ تياره کړى، په کښې سور شى او کور ته زر راواپس شى ګنې باران به يې رايسار کړى.“
هغوئ د لوظ صندوق په ګاډۍ کښې کېښودو، ورسره هغه صندوق يې هم کېښودو چې د سرو زرو د مږو او دانو نمونې په کښې وې.
چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيتشمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“