5 نو ځکه تر نن پورې د دجون اِمامان او د هغۀ ټول عبادت کوونکى په اشدود کښې د دجون په درشل باندې قدم نۀ ږدى.
په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.
د مالِک خُدائ د لښکر مشر هغۀ ته وفرمائيل، ”څپلۍ وباسه ځکه چې تۀ په مقدسه زمکه ولاړ يې.“ او يشوَع هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته فرمائيلے شوى وُو.
سحر د هغې خاوند پاڅېدو او کله چې هغۀ دروازه کولاو کړه چې په خپله مخه لاړ شى، نو هغۀ د کور په مخکښې خپله وينځه وليده چې د دروازې په خولۀ کښې پرَته وه او لاسونه يې درشل ته رسېدلى وُو.