7 هغوئ ويرېدل او وې وئيل، ”د هغوئ کېمپ ته خُدائ راغلے دے. مونږ غرق شُو. په مونږ باندې هيڅکله مخکښې داسې څۀ نۀ دى شوى.
مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“
مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“
ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.
فلستيانو دا چغه واورېدله او وې وئيل، ”د عبرانيانو په کېمپ کښې دا چغې واورئ. د دې څۀ مطلب دے؟“ کله چې هغوئ ته پته ولګېده چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د عبرانيانو کېمپ ته رارسېدلے دے،
زمونږ مدد وکړه، مونږ به د هغه طاقتورو معبودانو نه څوک بچ کړى؟ دا هغه معبودان دى چا چې په صحرا کښې مِصريان هلاک کړل.