6 فلستيانو دا چغه واورېدله او وې وئيل، ”د عبرانيانو په کېمپ کښې دا چغې واورئ. د دې څۀ مطلب دے؟“ کله چې هغوئ ته پته ولګېده چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د عبرانيانو کېمپ ته رارسېدلے دے،
فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“
کله چې د لوظ صندوق راورسېدو، نو بنى اِسرائيلو د خوشحالۍ نه دومره لويه چغه ووهله چې زمکه وخوځېدله.
هغوئ ويرېدل او وې وئيل، ”د هغوئ کېمپ ته خُدائ راغلے دے. مونږ غرق شُو. په مونږ باندې هيڅکله مخکښې داسې څۀ نۀ دى شوى.