5 کله چې د لوظ صندوق راورسېدو، نو بنى اِسرائيلو د خوشحالۍ نه دومره لويه چغه ووهله چې زمکه وخوځېدله.
صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو.
بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“
تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بېاِنصافۍ حکومت قائم کړے دے.
کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.
او اِمامانو بيګلې وغږولې او چې څنګه خلقو د دې آواز واورېدو نو هغوئ يوه اوچته نعره ووهله او دېوالونه راوغورزېدل. بيا ټول لښکر سيدها ښار ته ننوتلو او قبضه يې کړو.
بيا دې هغوئ په يو اوږد آواز سره بيګل وغږوى. او څنګه چې تاسو دا آواز واورئ نو ټول خلق دې د اوچت آواز سره يو نعره ووهى نو د ښار دېوالونه به راوغورزيږى او بيا به ستاسو ټول لښکر سيدها ښار ته ورننوځى.“
کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.
فلستيانو دا چغه واورېدله او وې وئيل، ”د عبرانيانو په کېمپ کښې دا چغې واورئ. د دې څۀ مطلب دے؟“ کله چې هغوئ ته پته ولګېده چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د عبرانيانو کېمپ ته رارسېدلے دے،