21 هغې په ماشوم باندې يکبود نوم کېښودو او وې وئيل چې، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے.“ دا ځکه چې د لوظ صندوق قبضه شوے وو او د هغې سخر او خاوند مړۀ شوى وُو.
نو په دې کولو سره هغوئ جلالى خُدائ بدل کړو د يو سخى په شکل چې ګياه خورى.
زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.
او هغۀ خپل د لوظ صندوق نورو ته حواله کړو، او خپل شان و شوکت يې دشمنانو ته حواله کړو.
د دوئ اِمامان يې په تُوره ووژل، او د دوئ کونډو ماتم ونۀ کړو.
تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بېفائدې بُتانو عبادت وکړو.
افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.
خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“
د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.
کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.
تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم.
د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.
هغې ووئيل، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے، ځکه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے.“