20 او کله چې هغه د مرګ په حالت کښې وه، نو چې کومو ښځو د هغې مدد کولو هغوئ ورته ووئيل چې، ”تکړه شه، ستا زوئ پېدا شوے دے.“ خو هغې هيڅ توجو ورنۀ کړه او نۀ يې جواب ورکړو.
بيا يعقوب او د هغۀ خاندان د بيتايل نه کډه وکړه او چې کله دوئ د اِفرات نه لږ غوندې لرې وُو، د راحيل د ماشوم د پېدا کېدو وخت راغلو او هغه په سخت درد کښې وه.
کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو.
د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.
د عيلى اِنږور، د فينحاس ښځه اُميدواره وه او تقريباً دا د هغې د بچى د پېدا کېدو وخت وو. کله چې هغه خبر شوه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے او سخر او خاوند يې مړۀ شوى دى، نو ناڅاپه په هغې باندې د ماشوم د پېدا کېدو سخت درد راغلو.