Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 4:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د عيلى اِنږور، د فينحاس ښځه اُميدواره وه او تقريباً دا د هغې د بچى د پېدا کېدو وخت وو. کله چې هغه خبر شوه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے او سخر او خاوند يې مړۀ شوى دى، نو ناڅاپه په هغې باندې د ماشوم د پېدا کېدو سخت درد راغلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 4:19
7 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“


چې کله هغه د لنګون په دردونو کښې وه د هغې ماشوم پېدا شو، دايڼې هغې ته ووئيل، ”راحيل، يرېږه مه، اوس ستا بل زوئ هم شته.“


په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو.


د دوئ اِمامان يې په تُوره ووژل، او د دوئ کونډو ماتم ونۀ کړو.


نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“


کله چې هغه سړى د لوظ د صندوق ذِکر وکړو، نو عيلى د دروازې سره د کُرسۍ نه په شا وغورزېدو. هغه ډېر بوډا او غټ وو او په غورزېدو سره يې څټ مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.


او کله چې هغه د مرګ په حالت کښې وه، نو چې کومو ښځو د هغې مدد کولو هغوئ ورته ووئيل چې، ”تکړه شه، ستا زوئ پېدا شوے دے.“ خو هغې هيڅ توجو ورنۀ کړه او نۀ يې جواب ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan