Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 4:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کله چې هغه سړى د لوظ د صندوق ذِکر وکړو، نو عيلى د دروازې سره د کُرسۍ نه په شا وغورزېدو. هغه ډېر بوډا او غټ وو او په غورزېدو سره يې څټ مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 4:18
15 Iomraidhean Croise  

زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.


د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“


اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“


ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.


بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.


د فلستيانو په دور کښې سمسون شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.


عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.


هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو.“


د عيلى اِنږور، د فينحاس ښځه اُميدواره وه او تقريباً دا د هغې د بچى د پېدا کېدو وخت وو. کله چې هغه خبر شوه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے او سخر او خاوند يې مړۀ شوى دى، نو ناڅاپه په هغې باندې د ماشوم د پېدا کېدو سخت درد راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan