16 سړى ورته ووئيل، ”زۀ نن د جنګ نه راتښتېدلے يم.“ عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، څۀ شوى دى؟“
داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“
يشوَع هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په وړاندې اِقرار وکړه او رښتيا ووايه. اوس ما ته ووايه چې تا څۀ کړى دى. زما نه د پټولو کوشش مۀ کوه.“
مالِک خُدائ سموئيل ته بيا آواز وکړو، ”سموئيله.“ نو سموئيل پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”زما زويه، ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، بيا لاړ شه او څمله.“
هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو.“