15 عيلى اوس د دوه کم سلو کالو وو او بېخى ړوند وو.
چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“
نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو.
زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.
يوه شپه عيلى چې اوس د هغۀ نظر ډېر کمزورے شوے وو په خپله کوټه کښې ملاست وو.
عيلى شور واورېدو او تپوس يې وکړو، ”دا شور د څۀ شى دے؟“ هغه سړے عيلى له په منډه لاړو او هغه يې خبر کړو.