14 عيلى شور واورېدو او تپوس يې وکړو، ”دا شور د څۀ شى دے؟“ هغه سړے عيلى له په منډه لاړو او هغه يې خبر کړو.
اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟
عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.
عيلى اوس د دوه کم سلو کالو وو او بېخى ړوند وو.