13 عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.
زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.
اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟
کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“
يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو.
عيلى شور واورېدو او تپوس يې وکړو، ”دا شور د څۀ شى دے؟“ هغه سړے عيلى له په منډه لاړو او هغه يې خبر کړو.
کله چې هغه سړى د لوظ د صندوق ذِکر وکړو، نو عيلى د دروازې سره د کُرسۍ نه په شا وغورزېدو. هغه ډېر بوډا او غټ وو او په غورزېدو سره يې څټ مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.