Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 4:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د بنيامين قبيلې يو سړى د جنګ مېدان نه تر سيلا پورې منډه ووهله او هم په هغه ورځ ورسېدو. د خپل تکليف ښودلو دپاره هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر باندې يې خاورې اچولې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 4:12
9 Iomraidhean Croise  

په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.


هغې په خپل سر ايرې واچولې، چُوغه يې وشلوله او خپل مخ يې په لاسونو پټ کړو. په چغو چغو يې ژړل او روانه وه.


کله چې داؤد د غرۀ سر ته ورسېدو، چرته چې د عبادت يو ځائ وو، نو خپل يو اعتبارى ملګرے حوسى، ارکے ورسره مِلاو شو، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې پرَتى وې.


هم د هغه مياشتې په څليريشتمه ورځ بنى اِسرائيل راغونډ شول، او روژه يې نيولې وه، د ټاټ جامې يې اغوستې وې او په خپلو سرونو باندې يې خاورې اچولې وې.


کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.


نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“


نو په هم هغه ورځ به د يروشليم نه يو بچ شوے سړے تا له راشى او هغه به تا له خبر راوړى.


هغوئ به خپل آواز اوچت کړى او په تا به سخته ژړا کوى، هغوئ به په خپلو سرونو خاورې او دوړې وشيندى او په ايرو کښې به ورغړى.


يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan