11 د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.
خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.
د دوئ اِمامان يې په تُوره ووژل، او د دوئ کونډو ماتم ونۀ کړو.
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى.
واوره، هغه وخت راروان دے چې زۀ به ستا د خاندان او قبيلې ټول زلمى ووژنم، نو ستا په خاندان کښې به داسې يو سړے هم نۀ وى چې بوډاتوب ته ورسيږى.
تۀ به په تکليف کړے شې او هغه ټولو برکتونو ته به د ارمان سره ګورې چې زۀ يې نورو بنى اِسرائيلو له ورکوم، خو ستا په خاندان کښې به هيڅ څوک هم تر بوډاتوب پورې ژوندے نۀ وى.
کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.
تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم.
هغې په ماشوم باندې يکبود نوم کېښودو او وې وئيل چې، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے.“ دا ځکه چې د لوظ صندوق قبضه شوے وو او د هغې سخر او خاوند مړۀ شوى وُو.