9 هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُتخانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى.
په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.
داؤد هغۀ له ورمنډه کړه، دپاسه پرې ودرېدو، د جوليت تُوره يې د کاش نه راوُويسته، سر يې ترې نه پرې کړو او هغه يې مړ کړو. کله چې فلستيانو وليدل چې د هغوئ پهلوان مړ شو، نو هغوئ منډه کړه.
داؤد د جوليت سر واخستو او يروشلم ته يې يوړو، خو هغۀ د جوليت وسله په خپله خېمه کښې کېښوده.
هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو.
په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.