8 په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.
په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.
د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بېعزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.
په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.
نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.
فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.
کله چې د يزرعيل او د اُردن د سيند نمرخاتۀ بل طرف ته بنى اِسرائيليان خبر شول چې د بنى اِسرائيلو لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن وژلے شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلستيان راغلل او دا ښارونه يې ونيول.
هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُتخانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى.