3 د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو.
د هغۀ غصه ناک دشمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى او د خپلو غشو او ليندو سره په هغۀ پسې وى.
داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“
هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.
نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيتشان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)
خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخىاب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخىاب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“
نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.