13 بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.
د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيتايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو.
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
هغوئ په غم غمژن شول او تر ماښامه پورې يې د ساؤل، يونتن او بنى اِسرائيلو دپاره روژه ونيوله کوم چې د مالِک خُدائ د لښکر خلق وُو، ځکه چې دا خلق په جنګ کښې مړۀ شوى وُو.
کله چې بتسبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو.
او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.
يوه ورځ ساؤل په جبعه کښې په غرۀ باندې د غز د ونې لاندې ناست وو، نېزه يې په لاس کښې وه او خپل ټول آفسران ترې نه ګېرچاپېره ولاړ وُو. هغه خبر شو چې داؤد او د هغۀ سړى پېدا شوى دى،