اول سموئيل 31:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيتشان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول. Faic an caibideil |
او چې کله د هغوئ يو خپلوان راشى څوک چې د هغوئ د مړو د دفن کولو ذمه وار وى او کور ته ورننوځى چې مړى رابهر کړى، نو هغه به د آخرى بچ شوى کس نه تپوس وکړى، ”آيا تا سره نور څوک شته؟“ نو هغه به وائى چې، ”نه،“ نو کله چې هغه ورته قسم خوړل غواړى، نو بيا به هغه ورته ووائى چې، ”چپ شه، مونږ له په کار دى چې د مالِک خُدائ نوم وانۀ خلو.“