10 بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُتخانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيتشان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.
د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيتشان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.
د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيتشان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.
هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو.
اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“
نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيتشان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول.
سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“