7 داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو.
بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“
هغوئ به پېش بند د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه جوړوى، چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.
هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“
نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ګورئ، هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“
ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو.
کله چې ساؤل اِمام ته خبرې کولې نو د فلستيانو په قلعه کښې وارخطائى نوره هم زياتېده، نو ساؤل هغۀ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره وخت نشته.“