اول سموئيل 30:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو. Faic an caibideil |
نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو.
سموئيل، ساؤل ته وفرمائيل، ”تا ما له تکليف ولې راکړو؟ تا زۀ واپس ولې راوستلم؟“ ساؤل ورته ووئيل، ”زۀ په لوئ تکليف کښې يم. فلستيان زما سره په جنګ دى او خُدائ پاک زۀ پرېښے يم. هغۀ ما له نور جواب نۀ راکولو، نۀ د پېغمبرانو په ذريعه او نۀ د خوبونو په ذريعه. نو ما تۀ راوغوښتلې، دا د دې دپاره چې ما ته ووائې چې زۀ څۀ وکړم.“