4 داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو.
کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل.
بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل.
کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول.
کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل،
نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيتايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه،
پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل.
کله چې داؤد او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغوئ ته پته ولګېده چې ښار سوزولے شوے وو او د هغوئ ښځې، زامن او لوڼه بوتلے شوى وُو.
عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.