Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 او د حبرون. هغۀ دا هغه ټولو ځايونو ته ولېږله چرته چې دے او د هغۀ سړى ګرځېدلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:31
9 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابى‌سلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“


د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“


بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل.


هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.


لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو، د يهوداه د علاقې يوه حِصه د يفُنه زوئ کالب له ورکړے شوې وه. هغۀ ته حبرون مِلاو شو، د هغه ښار نوم قِريَت‌اربع وو او اربع د عناقيانو پلار نيکۀ وو.


هغوئ له د قِريَت‌اربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه.


لاړ شئ او يو ځل يې بيا وګورئ، دا خبره صفا کړئ چې هغه چرته دے او هغه هلته چا ليدلے دے. ما اورېدلى دى چې هغه ډېر چالاک دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan