3 کله چې داؤد او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغوئ ته پته ولګېده چې ښار سوزولے شوے وو او د هغوئ ښځې، زامن او لوڼه بوتلے شوى وُو.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“
ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.
داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابىجيل چې د کرمل وه.
او ټولې زنانه او ټول ماشومان نيولى وُو، هغوئ څوک وژلى نۀ وُو، خو چې کله تلل نو ټول يې د ځان سره بوتلل.
داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو.