29 رَکل، د يرحمئيل او د قينى ښارونو له،
د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.
هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل.
د زيف څۀ خلق په جبعه کښې ساؤل له لاړل او ورته يې ووئيل، ”داؤد زمونږ په علاقه حورِش کښې د حکيله په غرۀ باندې پټ دے، چې دا د يشيمون صحرا جنوبى حِصه ده.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.