Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 کله چې داؤد صِقلاج ته راواپس شو، نو هغۀ خپلو ملګرو له په مالِ غنيمت کښې د دې پېغام سره برخه ولېږله چې هغوئ د يهوداه مشران وُو، ”دا ستاسو دپاره په هغه مالِ غنيمت کښې تُحفه ده چې مونږ د مالِک خُدائ د دشمنانو نه اخستے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:26
14 Iomraidhean Croise  

زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.


د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.


نو هغه د ټولو سړو سره اليشع ته راواپس شو او وې وئيل، ”ګوره، ما ته پته ده چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نو صاحِبه، زما نه تُحفه قبوله کړه.“


څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه، هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې ‎پُراَمنه خوشحالى کوى.


کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.


خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.


نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ.


بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.


نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه.


صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې.


هغۀ ټولې ګډې او څاروى واپس واخستل، د هغۀ سړو ټول څاروى د هغوئ په مخکښې روان کړل او هغوئ او وئيل چې، ”دا د داؤد مالِ غنيمت دے.“


داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan