Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:25
4 Iomraidhean Croise  

هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.


چې تاسو څۀ وايئ نو هغې ته هيڅ څوک هم نۀ راضى کيږى. هر څۀ به داسې تقسيميږى، هر څوک چې وروستو د سامان سره پاتې وى نو هغۀ ته به هم دومره حِصه ملاويږى چې څومره هغه کسان اخلى چې جنګ له تلى وى.“


کله چې داؤد صِقلاج ته راواپس شو، نو هغۀ خپلو ملګرو له په مالِ غنيمت کښې د دې پېغام سره برخه ولېږله چې هغوئ د يهوداه مشران وُو، ”دا ستاسو دپاره په هغه مالِ غنيمت کښې تُحفه ده چې مونږ د مالِک خُدائ د دشمنانو نه اخستے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan