Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 خو داؤد ورته وفرمائيل، ”زما وروڼو، مالِک خُدائ چې مونږ له څۀ راکړى دى نو په هغې کښې شومتوب مۀ کوئ، هغۀ زمونږ حِفاظت وکړو او په لښکر باندې يې فتح راکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:23
16 Iomraidhean Croise  

هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ.


په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى.


”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“


نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اے وروڼو، او اے مشرانو، زما خبره واورئ. د جلال مالِک خُدائ زمونږ نيکۀ اِبراهيم ته حاران ته د تلو نه مخکښې ښکاره شو چې هغه لا د مسوپتاميه په مُلک کښې وو.


تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.


پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.


ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.


خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بې‌اخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.


هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.


خو څۀ خرابو او بې‌کاره سړو ووئيل کوم چې د داؤد سره تلى وُو، ”هغوئ مونږ سره لا نۀ ړل، نو مونږ به هغوئ له د مالِ غنيمت نه څۀ نۀ ورکوو. هغوئ دې خپلې ښځې او بچى ځان سره کړى او په خپله مخه دې ځى.“


چې تاسو څۀ وايئ نو هغې ته هيڅ څوک هم نۀ راضى کيږى. هر څۀ به داسې تقسيميږى، هر څوک چې وروستو د سامان سره پاتې وى نو هغۀ ته به هم دومره حِصه ملاويږى چې څومره هغه کسان اخلى چې جنګ له تلى وى.“


داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan