Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هغۀ ټولې ګډې او څاروى واپس واخستل، د هغۀ سړو ټول څاروى د هغوئ په مخکښې روان کړل او هغوئ او وئيل چې، ”دا د داؤد مالِ غنيمت دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:20
7 Iomraidhean Croise  

هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.


نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.


نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.


خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.


نو داؤد هغه دوو سوو سړو له واپس لاړو چې هغوئ ډېر کمزورى شوى وُو او د تلو نۀ وُو او د بسور ولې سره وروستو پاتې وُو. هغوئ د داؤد او د هغۀ سړو سره مِلاوېدو دپاره وړاندې راغلل، داؤد هغوئ له ورَغلو او هغوئ ته يې تود هرکلے ووئيلو.


کله چې داؤد صِقلاج ته راواپس شو، نو هغۀ خپلو ملګرو له په مالِ غنيمت کښې د دې پېغام سره برخه ولېږله چې هغوئ د يهوداه مشران وُو، ”دا ستاسو دپاره په هغه مالِ غنيمت کښې تُحفه ده چې مونږ د مالِک خُدائ د دشمنانو نه اخستے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan